د ا.ا حکومت د یوې بهرنۍ خبریالې افغانستان ته د ننوتو مخه نیولې ده

0
158

د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي، د ا.ا. حکومت افغانستان ته د یوې بهرنۍ خبریالې او عکاسې سټیفاني ګلینسکي د راتګ مخه نیولې ده.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د چهارشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ا.ا. له خوا د دغه خبریالې د ځورونې او پوښتنو ګروېږنو په اړه تر نیوکو وروسته سرپرست حکومت هغه افغانستان ته له ورتګ منع کړې ده.

(2022 / 10/ 19   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي، د ا.ا. حکومت افغانستان ته د یوې بهرنۍ خبریالې او عکاسې سټیفاني ګلینسکي د راتګ مخه نیولې ده.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د چهارشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ا.ا. له خوا د دغه خبریالې د ځورونې او پوښتنو ګروېږنو په اړه تر نیوکو وروسته سرپرست حکومت هغه افغانستان ته له ورتګ منع کړې ده.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د ګلینسکي ځورونه او ګواښونه غندلي او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې د مطبوعاتو له ازادۍ ملاتړ وکړي.

ګلینسکي د ګارډین او بهرنۍ پالیسۍ خبریاله ده چې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې د خبریالې په توګه کار کوي. ګلینسکي په دې وروستیو کې ادعا کړې وه چې ا.ا په افغانستان کې د خپلو سرچینو په اړه معلومات غوښتي دي. خو نوموړې د خپلو سرچينو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

Leave a reply