ملګرو ملتونو د پکتیکا په زلزله ځپلو سیمو کې څو روغتیايي مرکزونه جوړ کړل

ملګرو ملتونو د پکتیکا په زلزله ځپلو سیمو کې څو روغتیايي مرکزونه جوړ کړل
احصایې ښيي، چې دغې زلزلې په افغانستان کې یو لوی طبیعي ناورین رامنځته کړی، چې ښايي د دغه هېواد په تاریخ کې بې ساری وي.
په دې زلزله کې په زرګونو کسان ژوبل شوي، یو شمیر کورونه ویجاړ شوي او ځینې خدمات یا هم اغیزمن شوي یا بند شوي دي.
(2022 / 10 / 19 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اعلان کړی، چې د پکتیکا ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې یې د روغتیايي خدمتونو د رسولو څو مرکزونه پرانیستي دي.
په افغانستان کې د دې ادارې استازي الکساندر بدیروز د تلې په ۲۶مه په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه مرکزونه په پکتیکا ولایت کې په ۱۸ کورونو کې جوړ شوي دي.
د هغه په وينا، دغه مرکزونه د ميندوارو مېرمنو او ماشومانو لپاره ٢٤ ساعته خدمات وړاندې کوي. په پکتيکا ولايت کې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې له خونړۍ زلزلې وروسته چې له امله يې څه باندې زرو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، خلکو د معياري روغتيايي خدمتونو له نشتوالي شکايتونه کړي دي.
په همدې حال کې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) وايي، د پکتيکا ولايت په ګيان او برمل ولسواليو او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د زلزلې له امله شاوخوا ٢١٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي.
د دغه راپور له مخې، په ګیان ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ کورونه، په برمل ولسوالۍ کې ۳۰۰ کورونه او په خوست ولایت کې ۸۰۰ نور د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي. احصایې ښيي، چې دغې زلزلې په افغانستان کې یو لوی طبیعي ناورین رامنځته کړی، چې ښايي د دغه هېواد په تاریخ کې بې ساری وي.
اړوند موضوعات:
د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د وروستیو زلزله ځپلو لپاره ۱۲۰۰ کورونه جوړیږي.
په دې زلزله کې په زرګونو کسان ژوبل شوي، یو شمیر کورونه ویجاړ شوي او ځینې خدمات یا هم اغیزمن شوي یا بند شوي دي.






