افغان ط.ا.ل.ب.ا.ن.و امریکا ته ډاډ ورکړې دې چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم بل هیواد په ضد و نه کاورل شي

باغی ټي وي رپورټ
افغان طالبانو امریکا ته ډاډ ورکړی چې د نورو هیوادونو جګړه به دوی په خپل سر وا نه خلي او اجازه به هم ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.
د افغان سرچینو په وینا، په دې وروستیو ورځو کې د افغان طالبانو یوه لوړ پوړي پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکايي چارواکو سره مهمې ناستې کړې دي.
په دې کتنه کې د افغانستان د حکومت په استازیتوب د افغانستان د اسلامي امارت د استخباراتو رئیس مولوي عبدالحق وثیق، د استخباراتو له عمومي رئیس مولوي عبدالحق وثیق او د امریکا په پلاوي کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا او د CIA په شمولد بهرنیو چارو وزارت چارواکو ګډون درلود.
په دې ناستو کې طالبانو امریکايي چارواکو ته څرګنده کړه چې اسلامي امارت به نور د خلکو په وړاندې جګړه نه کوي.
په دغه غونډه کې طالب چارواکو وویل چې افغان طالبانو د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب او ملاتړ رول لوبولی دی.
طالبانو ویلي چې سوله د دواړو لورو لپاره یوه ستونزه ده، طالب چارواکو ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي، که څه هم د امریکا د ایتلاف برخه نه وي.
د افغان سرچینو په وینا امریکايي چارواکو هم طا. ل.ب.ا.ن.و ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به له هېڅ یوې وسله والې ډلې سره مالي مرستې نه کوي.






