ملتان نشتر روغتون کښې د لاوارث مړو سپکاوي قیصه، اته اهلکار د دندو لرې کړې شوي دي

0
93

باغي ټي وي رپورټ
د ملتان نشتر هسپتال کښې په چت غورځول شوي لاوارث مړو سپکاوي په پيښه کښې د نشتر هسپتال د اناتومي ډيپارټمنټ مشر مريم اشرف او ايس ايچ اوز پشمول 8 کسان معطل کړے شوي دي۔

د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي په مشرۍ کښې يوه غونډه شوې چې پکښې د نشتره هسپتال پيښې په اړه ابتدائي انکوائري رپورټ وړاندې کړے شو۔
وزيراعلي د پروفېسر ډاکټر مريم اشرف، ډاکټر عبدالوهاب او ډاکټر سيرت عباس د پوسټونو نه د لرې کولو امر کړی او د دې نه علاوه د نشتر ميډيکل يونيورسټۍ ملتان ملازم غلام عباس، محمد سجاد ناصر او عبدالرؤف هم معطل کړی شوي دي. .

پروېز الهي د ايس اېچ او تونستال شاه رکنه عالم کالوني عمر فاروق او ايس اېچ او تونستال مري سعيد سيال هم معطل کړي دي.
وزيراعلي د پي ډي اے ايکټ لاندي غفلت کولو ذمه وار کسانو خلاف د کارروائي حکم هم ورکړے او وئيلي ئي دي چي د مړو سره دا ډول سلوک په هيڅ صورت د منلو نه دے، هغه ویلی چې څومره هم چې ددې ناوړه او بزدلانه کار غندنه وشي نه کمه به وي.
………………………

Leave a reply