پاکستان سټاک ایکسچینج ، نن منفي کاروباري ورځ وه

باغی ټي وي رپورټ
نن د پاکستان سټاک ایکسچینج کې منفي کاروباري ورځ وه.
د پاکستان سټاک ایکسچینج 100 انډیکس د کاروباري اونۍ په لومړۍ ورځ د 193 پوائنټونو کمښت سره په 41,755 کې بند شو.
نن سټاک مارکيټ کښې د 4 ارب 66 کروړه روپو په ارزښت 14.43 ملينه شيئرز سودا شوې ده۔د بازار سرمایه 34 اربه روپۍ 6784 اربه روپو ته راټیټه شوه.
دا خبره د یادونې ده چې په انټربینک کې د ډالر بیعه په پرله پسې څلورمه ورځ لوړه شوې ده.
د انټربینک کاروبار بندیدو سره د یو امریکايي ډالر نرخ 218 روپۍ 89 پيسې دی، په انټربینک کې نن د ډالر نرخ 46 روپۍ زیات شوی دی.

د تېرې اونۍ په پای کې انټربینک کې د ډالر نرخ 218 روپۍ 43 پېسې وو.
بل خوا په ازاد بازار کې د ډالر په وړاندې د ډالر بيه ٣٠ پيسې راټيټه شوې او په ٢٢٥ روپۍ ٧٠ پيسې شوې ده.






