د قامي خزانې پخواني وزیر مفتاح اسماعیل په اسحاق ډار نیوکې کړي دي

0
88

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر او د خزانې پخواني وفاقي وزير مفتاح اسماعيل يو ځل بيا د خزانې په وزير اسحاق ډار نيوکې کړي دي.

په کراچۍ کې په يو شخصي پوهنتون کې يو سيمينار ته په وينا کې مفتاح اسماعيل وويل چې تېر ځل د پټرول ټېکس نه زياتولو سره يو غير مسوولانه اقدام شوی و، دا ځل د پټرول په نرخونو کې ټيکس زيات شوی دی، د آئي ايم ايف سره د معاهدې احترام دې وشي. .
مفتاح اسمعیل وویل، داسې راپورونه دي چې بانکونه ډېر ګران ډالر خرڅوي، سټېټ بانک ته د دې معاملې د پلټنو غوښتنه شوې، د بانکونو عدلي او قضايي پلټنې روانې دي، پر بانکونو به لویه جریمه ولګول شي.

د خزانې پخواني وزير وويل که د قرضونو د بحالۍ خبرې وشي نو د پاکستان بانډونو باندې به د ادائې قيمت ډير زيات شي، کله چې د ميرا ګهر سسته سکیم بند شو نو هغه دا منطق وړاندې کړو چې د دې سکيم نه زياتو بينکونو ته فائده رسيدلې وه او ددې نه ښه دا وه چې وړیا کورونه ی ورکړې وې.
…………………

Leave a reply