کراچۍ کښې بلدیاتي ټاکنې، د ټاکنو کمیشن د سیکوریټۍ په اړه وفاقي حکومت څخه ځواب غوښتې دې

0
85

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن کراچۍ کښې بلدياتي انتخاباتو لپاره د سکيورټي اهلکارو ورکولو په اړه وفاقي حکومت څخه ځواب غوښتې دې۔

د چيف اليکشن کميشنر په مشرۍ کښې اسلام آباد کښې د اليکشن کميشن غونډه شوې چې پکښې کراچۍ کښې د بلدياتي انتخاباتو په کولو غور اوکړے شو۔

دسرچينو ترمخه دانتخاباتو کميشن چارواکو وئيلي دي چې د سندهـ حکومت وايي چې د١٦زره امنيتي پرسونل کمبود دى، دکورنيو چارو له وزارت څخه پوښتنه وشوه چې ايا ١٦زره امنيتي پرسونل ورکولى شي؟
سرچینه وايي، کورنیو چارو وزارت د ځواب لپاره تر سبا پورې وخت غوښتی دی.

دسرچينو ترمخه دکراچۍ بلدياتي انتخاباتو په اړه دانتخاباتي کميشن غونډه به سبا يو ځل بيا کيږي.

ياده دې وي چې اليکشن کميشن په کراچۍ کې د اکتوبر په ٢٣مه نيټه د بلدياتي انتخاباتو کولو اعلان کړی دی په داسې حال کې چې د سندهـ حکومت اليکشن کميشن ته د انتخاباتو ځنډولو لپاره درې ځله ليکونه ليکلي خو اليکشن کميشن د صوبائي حکومت غوښتنه رد کړې ده.

Leave a reply