د پخوانۍ وزیراعظم عمران خان په اسلام آباد کښې استوګنځې بني ګاله سره څیرمه د شکمنو کسانو د شتون اطلاعات دي، اسلام آباد پولیسو الرټ شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد پولیس وینا ده چې د بني ګاله په شاوخوا کې د مشکوکو کسانو د موجودیت په اړه د غیرقانوني اقداماتو او د مرسته کوونکو په ضد حکمونه جاري شوي دي.
د اسلام اباد د پوليسو وياند له مخې د احتمالي دھرنې د مخنيوي لپاره د پوليس افسرانو غونډه شوې وه.
داسلام آباد پولیس ویاند وايي د بني ګاله په شاوخوا کې د مشکوکو کسانو د موجودیت رپورټونه دي، د غیرقانوني کاروائي او مرسته کونکو په ضد د د نیول امر جاري شوي دي.
د وياند ترمخه د بني ګاله ماډل پوليس سټيشن اے ايس پي تعينات شوي او د اسلام آباد په داخلو او خارجي لارو خاص حفاظتي انتظامات شوي دي۔
دا خبره مهمه ده چې د بني ګاله ګیرچاپیر د پی ټي آی ګنړ شمیر ټایګر فورس هم د بني ګاله او د عمران خان لپاره د امنیت خوندي ګولو لپاره ګمارل شوي دي.
ویل کیږي چې دا ټایګر فورس کسان شپه او ورځ د عمران خان د امنیت لپاره چمتو ولاړ وي.
پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې زمونږ مارچ به صرف اکتوبر کښې وي، هغه دا هم ویلي دي چې نواز شريف او آصف زرداري دې د آرمي چيف په ټاکنه کښې برخه وا نه خلي او د فوځ سرلښکر ټاکنه دې په میرټ وشي.
اسلام اباد کې دخبرو په مهال عمران خان وويل په حکومت کې موجودو ټولو گوندونو په ګډه ټاکنو کښې برخه واخسته، دا خبره واضحه ده چې دغه کسان ولس رد کړي دي.
……………………..





