پخوانۍ د داخله چارو وزیر شیخ رشید ایف بي آر سره د ټولو اسنادو راغوښتې دې

0
164

باغی ټي وي رپورټ
د ریونیو فیډرل بورډ (ایف بی آر) پخوانی داخله وزیر شیخ رشید د اکتوبر په ۲۱مه احضار کړی دی.

ايف بي آر د داخله پخواني وزير شيخ رشيد ته نوټس استولې چې پکښې هغه ته هدايات شوي چې په ذاتي توګه يا د وکيل له لارې حاضر شي.

د نوټس په متن کې له شیخ رشید څخه غوښتل شوي چې د خپلو اکاونټونو اړوند اسناد راوړي.

د شیخ رشید د 1 جولائي 2020 څخه تر 30 جون 2022 پورې د ټېکس ریکارډونه هم غوښتل شوي دي.
دا خبره مهمه ده چې وړمه ورځ شیخ رشید ته امر شوې وو چې هغه دې په ناقانونه توګه قبضه شوې لال حویلي خالي کړي خو ددې په غبرګون کښې شیخ رشید ویلي وو چې هغه په قانوني توګه د لال حویلي مالک دې او په غیر قانوني توګه ی دا نه ده قبضه کړې .
…………………….

Leave a reply