وفاقي وزیرداخله رانا ثناالله عمران ته په اشاره ویلي دي چې مونږ تاسو په څیر د کرکټ لوبغالي څخه سیاست ته نه یو راغلي

0
160

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله عمران خان ته پارليمنټ ته د راتلو بلنه ورکړې ده او وئيلي دي چې که پي ټي آئي د يوې ډلې سره اسلام آباد ته د راتلو کوشش وکړو نو هغه ته به د هرڅه پته ولږي او ددې قيمت به ورته معلومه شي ، د ضمني ټاکنو بریا دا مقصد خو نه دې چې تاسو ته په اسلام آباد د ختلو جواز ترلاسه شو.

اسلام اباد کې دخبرو په مهال دکورنو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وويل دپاکستان حکومت اؤ ټولې ادارې په آئيني حدودو کې دننه خپل آئيني ذمه وارۍ ترسره کوي، زه دا نۀ شم ويلاى چې تيره ورځ انتخابات په جانبدارانه ډول ترسره شوي، اليکشن کميشن د بې طرفه ټاکنو د ترسره کولو لپاره د مبارکۍ مستحق دى.
ده ووئيل چې عمران نيازي له شروع نه د چيف الېكشن كمشنر په ضد په توهين كوونكو پروپېګنډه كښې بوخت دے٬ د زرګونو نه زيات ووټونه ترلاسه كړې٬ د پي ټي اېم كانديدانو په مجموعي توګه 4 لكه 75 زره ووټونه ترلاسه كړے۔
هغه وويل، جمهوري چلند د ازادو او عادلانه ټاکنو پايلې په رسميت وپېژني او رايې ته درناوى وکړي، رايې ته درناوى په دې مانا دى، چې د رايې تصميم وپيژندل شي، نه د رايې په پرېکړو کې بدلون او بدلون نه دى، بلکې بايد د رايې پرېکړه ومني. ستاسو په ګټه چې رای وی نو ټیک ده او مخالف ته غل وایی نو دا دیموکراتیک چلند نه دی.
وزیر داخله اوویل چې دا ډیموکراتیک چلند نه دی، مونږ د ډیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت لپاره قربانۍ ورکړې او درواغجنې دوسیې مو زغملې، هغه زیاته کړه چې مونږ ستا په څېر د کرکټ له ډګره ډیموکراسي او پارلمان ته نه یو راغلي.

Leave a reply