کندهار ولایت کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د وچې مېوې د پروسس فابریکه جوړه شوه.

کندهار ولایت کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د وچې مېوې د پروسس فابریکه جوړه شوه.
17 اکتوبر 2022
هیواد کې د امنیت په ټینګښت اوس زیات پانګوال کوښښ کوي چې، دلته پانګه وکړي او د صنعت په برخه کې زیاتې فابریکې فعالې شوي، چې دا دی کندهار کې هم د وچې میوې د پروسس فابریکه فعاله شوه.
د یادې فابریکې پروسس شوې مېوې پر هند، پاکستان، ایران او متحدو عربي اماراتو سربېره د تاجکستان بازارونو ته هم صادرېږي.
د فابریکي مسؤلین وايي، چي د ورځې پنځه ټنه وچه مېوه د نړيوالو بازارونو د غوښتنې مطابق پروسس کوي.
په دغه فابریکه کې شاوخوا ۲۰۰ کارکوونکي د وچې مېوې د پروسس په بېلابیلو برخو کې کار کوي.
د فابریکې مشر جمیل افغان وايي، چي پروسس شوې وچه مېوه یې د هند، پاکستان، ایران او متحدو عربي اماراتو ترڅنګ د تاجکستان بازارونو ته هم صادرېږي.
نوموړی وايي، چې د ورځې تر ۵ ټنو پورې انځر، شکرپاره، آبجوشي، ممیز او ځېره پروسس کوي.
په ورته وخت کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، چې په نړيوالو بازارونو کې د پروسس شوې وچې او تازه مېوې غوښتنه کېږي، چې اوس په کندهار کې ورځ تر بلې دغه چاره عملي کېږي.
د يادونې وړ ده، چې موده وړاندې د کندهار په صنعتي پارک کې د فابریکو د بندېدو خبرې کېدلې، خو اوس د تازه فعالو شویو فابريکو خبرونه ورڅخه خپرېږي.






