د هیواد شمالي ولایت دايکندي کې د ۵۰۰ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
د هیواد شمالي ولایت دايکندي کې د ۵۰۰ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
17 اکتوبر 2022
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پخپله تازه خبرپاڼه کې لیکلي کې چې د یاد وزارت د ولایتي ریاست په همکارۍ د دایکندي ولایت ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته د (AAH) مؤسسې له لورې د دايکندي ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ د اشترلي ولسوالۍ د (۵۰۰) اړمنو بېځايه شوو کورنيو سره وشوه.
په دې مرسته کې د هرې کورنۍ سره ده (۷۰۰۰) افغانۍ نغدي ووېشل شوې.
یاده دې وي چې له دې مخکي هم بیلابیلو مؤسسو د مهاجرینو وزارت په همغږۍ د هیواد ګڼو ولایتونو کې د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نغدي پیسو مرستې ویشلي دي.