د کراچۍ لیاري ګینګ یو بل تورن د بهرهیواد څخه نیول شوې دې

د کراچۍ لیاري ګینګ یو مشهور نورمحمد غرف بابا لاډله چې په کال ۲۰۱۷ کښې د رینجر ځواک له لوري اووژل شو. فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د لياري ګينګ وار يو بل مهم ملزم د بهر نه نيولے شوے دے۔
دسرچينو ترمخه قانون نافذونکو ادارو په مسقط کې په يو ستر کارروايۍ کې د لياري ګينګ وار بدنام ملزم ساجد بلوچ نيولى کوم چې کراچۍ کې پوليسو ته په سختو جرمونو او دمخدره موادو دقاچاقو په مقدمو کې مطلوب وو.
دسرچينو ترمخه ملزم تيره ورځ کراچۍ ته ليږدول شوى اؤ دکراچۍ ائيرپورټ څخه دملزم دنيولو پخلى شوى دى.
نیول شوی ملزم ساجد بلوچ په زاړه ګولیمار کښې د نشه ایزو موادو یو لوی کارخانه چلولو او په ښار کښې په وژنو کښې په لاس لرلو تورن دی.






