د فضل الرحمان لانګ مارچ په مهال خو مارشل لا نه و لګول شوې، د عمران خان یو خبریال ته د هغه د پوښتنې ځواب

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د ممنوع الخروج فنډنګ کيس کښې د ضمانت لپاره عدالت ته وړاندې شو۔
عدالت ته د عمران خان د راتګ په موقع سخت امنيتي انتظامات شوي وو او پخواني وزيراعظم د ميډيا له استازو سره غير رسمي خبرې اترې وکړې.
په دې موقع يو خبريال له عمران خان پوښتنه وکړه چې ايا لانګ مارچ مارشل لا وه؟
ددې په ځواب کښې پخواني وزيراعظم وويل چې د فضل الرحمان د لانګ مارچ په مهال خو مارشل لا نه وه لګول شوې.
خبریال په وار وار له عمران خان پوښتنه وکړه چې ایا خان به اسمبلۍ ته ځي؟ چيرمين پي ټي آئي جواب ورکولو نه ډډه اوکړه۔




