د سینیټ غونډه، د پیټرولیم په اړه قایمه کمیټۍ غونډه کښې مصدق ملک او سینیټر سیف الله ترمینځ لانجه شوې

باغي ټي وي رپورټ
د سېنېټ د پټروليم په اړه د قائمه كمېټۍ په غونډه كښې مصدق ملک او سېنېټر سيف الله ابڑو ترمېنځه سخته شخړه وشوه۔
د قائمه کمېټۍ په غونډه کې د سېنېټر سیف الله ابڑو د پاکستان ایل این جی له مسعود نبي پوښتنه وکړه چې په تېر حکومت کې ایل این جی ارزانه وو، ایا دوی ټوکن نه اخلي؟
په دې اړه د مملکت وزير مصدق ملک وويل چې تاسو زما څخه پوښتنه وکړئ، سيف الله ابرو په ځواب کې وويل، اجازه راکړئ چې له اړوند افسر څخه پوښتنه وکړم، د دولت وزير خو په کميټې کې نه شي کیښناستلې. مصدق ملک د غصې په څرګندولو سره وويل چې که زه په کمېټۍ کې نه شم ناست نو ولې رابلل شوی، که زما سپکاوی ونه شي نو زه به پرېږدم.
مصدق ملک غصه کیدلو په مهال د کمیټۍ مشر اوویل چې تاسو کیښنې او داسې کومه ستونزه او خبره نه شته.






