د وفاقي وزیرداخله رانا ثنالله د نیولو وارنټ،لاهور هایی کورټ د پنجاب د فساد په ضد ادارې ته سخت په قهر شوې دې

0
192

باغي ټي وي رپورټ
لاهور هائي کورټ د پنجاب اينټي کرپشن محکمي د وفاقي داخله وزير رانا ثناءالله د ګرفتاري وارنټ جاري کولو او بغير د ثبوت نه هغه ته اشتهاري اعلان کولو باندي غصه څرګنده کړي ده۔

د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ د سمن په ورځ رانا ثناالله د خپلو وکيلانو سره عدالت ته حاضر شو.

د اورېدنې په مهال د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ جسټس صداقت علي خان د اېډيشنل ډي جي اينټي کرپشن په خبره غصه څرګنده کړه او پوښتنه يې وکړه چې تاسو د رانا ثناءالله په ضد د مقدمې ثبوت وړاندې کړئ، ثبوتونه چرته دي؟

عدالت پوښتنه وکړه چې رانا ثناء الله د هاوسنګ سوسائټي نه پلاټونه اخيستي، هغه د پلاټونو پېرودونکی دی، د پېرودونکې د تحفظ په ځای تاسو د هغه خلاف مقدمې جوړوې.

د پنجاب د فساد ضد وکيل وويل چې د هاوسنګ سوسائټي اين او سي نه دی جاري کړی شوی، په دې اړه عدالت ريمارکس ورکړی چې د دې مقدمې سره د اين او سي هيڅ تعلق نشته، ثابته کړه چې ثنا له چا رشوت اخيستی.
د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بينچ د احضارولو باوجود د ډي جي اينټي کرپشن په نه حاضريدو خفګان څرګند کړو او ويې ويل چې د رانا ثنا د ګرفتارۍ وارنټ په غلطۍ سره داخل شوے دے، يو اشتهار ورکړے شوے دے نو زه ولې جېل ته نه ليږم د دوسیې د غلط ثبت لپاره؟

د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ جسټس صداقت علي خان د مقدمې اورېدنه د اکتوبر تر ۲۸مې نيټې پورې وځنډوله او ډي جي اينټي کرپشن پنجاب ته يې امر وکړ چې د ريکارډ په شمول بشپړ تيارۍ سره راشي.

Leave a reply