ولسمشر غني پۀ دوبی کې میشت شو
ولسمشر غني پۀ دوبی کې مېشت شو
څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هغه وخت چې طالبان پۀ بشپړ ډول پۀ کابل واکمنان شول لۀ افغانستان څخه ووت.
( 2021 / 8 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
تېره یکشنبه کله چې طالبان کابل ښار ته داخل شول، ولسمشر غني پۀ ارګ کې تر ماښام تېرېدو ورسته لۀ ارګ څخه ووت او نامعلوم لوري ته ولاړ، معلومه نه وه چې ولسمشر کوم هېواد نه سفر وکړ ؛ خو د هغۀ مرستیا امرالله صالح لۀ ولسمشر سره لۀ تګ نه ډډه وکړه او څو ساعته وروسته یې اعلان وکړ چې ښاغلی صالح پۀ هېواد کې دی او هېڅکله آماده ندی چې طالبانو ته تسلیم شي.
نن د عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر پۀ رسمي ډول ومنله چې ښاغلی غنې لۀ تاجکستان او عمان ته لۀ سفر کولو وروسته دوبی ته رسېدلی او هلته د دایمي ډول لپاره مستقر شوی.