امریکا: افغانستان کې د ترهګرو ځپلو لپاره د چا اجازې ته اړتیا نلرو

0
106

امریکا: افغانستان کې د ترهګرو ځپلو لپاره د چا اجازې ته اړتیا نلرو

د امریکا د دفاع وزات په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی افغانستان کې د ترهګرو د ځپلو لپاره له طالبانو اجازې ته اړتیا نلري،  دوی ویلي چې د اړتیا په صورت کې به د ترهګر پر ضد هوايي عملیات وکړي.

 

(2021 / 9  / 25 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا د دفاع وزات په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی افغانستان کې د ترهګرو د ځپلو لپاره له طالبانو اجازې ته اړتیا نلري،  دوی ویلي چې د اړتیا په صورت کې به د ترهګر پر ضد هوايي عملیات وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي چې امریکاافغانستان کې د عملیاتو لپاره لازم امکانات لري او د اړتیا په صورت کې به افغانستان کې عملیات وګړي.

نوموړي ویلي چې افغانستان کې د عملیاتو د ترسره کېدو په صورت کې به له طالبانو اجازه وانخلي او نه به هم ورسره همغږي وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طالبانو څو ځلي ویلي ؤ چې هېچاته به د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې اجازه ورکړي او نه به هم څوک پرېږدي چې د افغانستان عرضي تمامیت تر سوال لاندې راولي.

تر دې وړاندې ځینو بهرنیو هېوادونو هم ویلي ؤ چې افغانستان کې دې نور څوک لاس وهنه نکوي او طالبانو سره دې مرسته وشي چې افغانستان کې ترهګریزې ډلې وځپي او اجازه ورنکړي چې هلتع بیا فعالیت وکړي.

 

Leave a reply