خلیل الرحمن حقاني: افغانستان کې د اقلیم او د هوا خرابېدو لوی لامل اشغالګر قوتونه دي.

0
203

خلیل الرحمن حقاني: افغانستان کې د اقلیم او د هوا خرابېدو لوی لامل اشغالګر قوتونه دي.

16 اکتوبر 2022

 

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د اقلیمي بدلون نړیوالې اونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل: د اقلیمي بدلون یا هوا خرابېدو ترټولو لوی لامل اشغالګر قوتونه دي، چې داسې وسلې او بمونه یې جوړ کړي، چې نه یوازې انسانان بلکې ټول ژوندي موجودات یې زیانمن کړي دي.

 

حقاني زیاته کړه اسلامي امارت دې د ځنګلونو ساتلو، د اوبو زخیره کولو، بندونو او د فابریکو او مشینریو معیاري کولو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې اړه باید ولسونو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.

 

ښاغلي حقاني له ولسونو هم وغوښتل، چې د اقلیمي بدلون د اغیزو له منځه وړلو لپاره د حکومت ملاتړ وکړي او د خوندیتوب ټولې لارې چارې باید په پام کې ونیسي
نوموړي د دغه کانفرس جوړولو له امله د چاپیریال ساتنې له ملي ادارې څخه مننه وکړه او ترې ویې غوښتل چې د عامه پوهاوي لپاره دې دا ډول برنامې په ولایتونو او ولسوالیو کې هم په کار واچوي

Leave a reply