لوګر کې له دوه زرو زیاتو کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.

0
102

لوګر کې له دوه زرو زیاتو کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.

16 اکتوبر 2022

د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ملګرو ملتونو نړۍوال پرمختیایي پروګرام/ UNDP له لوري له دوه زره ۲۳۴ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.

 

د دغه ولایت د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي وویل، د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره چې د ملګرو ملتونو نړۍوال پرمختیايي پروګرام له لوري چمتو شوي وو، د افغانستان راتلونکي نسلونه/ FGA موسسې له لوري د مرکز پل‌علم په ګډون د محمداغې، بره‎‏کي برک، څرخ او خوښۍ ولسوالیو پر دوه زره ۲۳۴ کروندګرو ووېشل شول.

هغه زیاته کړه، هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه او ۵۰ کیلوګرامه توره سره ورکړل شول.

دی وايي، د کرنې ریاست کارکوونکو له لوري به کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم کرلو او کیمياوي سرې کارولو په اړه پوهاوی هم ورکړل شي.

اړوند موضوعات

کندز ولایت کې پر ۳زره بزګرانو د اصلاح شوي تخمونو او سرې ویشلو لړۍ پیل شوه.

 

په لوګر کې په داسې حال کې د ملګرو ملتونو نړۍوال پرمختیایي پروګرام له لوري له کروندګرو سره د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته کېږي چې څو میاشتې مخکې سختو اورښتونو او سېلابونو د دغه ولایت ۶۰ زه جریب کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې.

Leave a reply