کورنیو چارو وزیر: دا ډېره دردونکې ده چې مسلکي مسوولیت کې غیر مسلکي کسان ګومارل کېږي.

کورنیو چارو وزیر: دا ډېره دردونکې ده چې مسلکي مسوولیت کې غیر مسلکي کسان ګومارل کېږي.
16 اکتوبر 2022
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني نن ورځ د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون کې محصلینو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل: “دا ډېره دردونکې ده چې مسلکي مسوولیت کې غیر مسلکي کسان ګومارل کېږي.”
نوموړي د خوست شیخ زاید پوهنتون محصلینو ته ویلي، محصلین دې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د کار او دندې د پیدا کولو لپاره نه مایوسه کیږي، باید زحمت وباسي او ځان ته په حکومت کې د ننه ځای پیدا کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا مایوسي په زړه کې مه پیدا کوئ، چې فارغ شوو، موږ ته به دندې پیدا نه شي.
د دې په ځای چې د بهرنیو په دروازه کې ولاړ یئ ذلیله کیږئ د خپل کور په دروازه کې ذلت ، ذلت نده عزت ده.
اړوند موضوعات
هلمند ته د سراج الدین حقاني سفر او د کجکي د برېښنا بند څخه لیدنه
نوموړي زیاته کړه تاسو سره موږ په هر ډګر کې همکار یو، خو؛ دلته اتحاد، اتفاق او یووالي ته ضرورت دی، خپله مینه مو د وطن، حکومت او نظام سره زیاته کړئ او د وطن د آبادۍ لپاره کار وکړئ.






