د محب او مسعود لیدنې ته غبرګونونه؛ مقاومت جبهه وایي  د دوی دروازې د ټولو پر مخ خلاصې دي

0
65

د محب او مسعود لیدنې ته غبرګونونه؛ مقاومت جبهه وایي  د دوی دروازې د ټولو پر مخ خلاصې دي

په همدې حال کې حمدالله محب دوه ورځې وړاندې له احمد مسعود سره د ټیلیفوني خبرو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دوی د جمهوري نظام د بېرته راتګ په اړه خبرې کړې دي. له هغه وروسته د مقاومت جبهې یو شمېر پلویانو له محب سره خبرې یوه سیاسي تېروتنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې هغه د پخواني رژیم په نسکورېدو کې ستر رول درلود.

 

(2022 / 10 / 16    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د مقاومت جبهې پر مشر احمد مسعود او د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له نیوکو وروسته د مقاومت جبهې ویلي چې هدف یې د ط’البانو پر ضد د ځواکونو یو ځای کول دي. د مقاومت جبهې ویاند علي میثم نظري له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې دا خبرې څو میاشتې وړاندې د حمدالله محب په غوښتنه ترسره شوې وې.

د دغې جبهې وياند د ټويټ په خپرولو سره د دغې جبهې په ادعا باندې تاکيد وکړ او ويې ويل چې مقاومت له سياسي، ټولنيزو، قومي او ايديولوژيکي توپيرونو پرته د ټولو ډلو يووالى مني.

اړوند موضوعات:

اندرابی: کابل با وساطت محب سقوط کرد

په همدې حال کې حمدالله محب دوه ورځې وړاندې له احمد مسعود سره د ټیلیفوني خبرو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دوی د جمهوري نظام د بېرته راتګ په اړه خبرې کړې دي. له هغه وروسته د مقاومت جبهې یو شمېر پلویانو له محب سره خبرې یوه سیاسي تېروتنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې هغه د پخواني رژیم په نسکورېدو کې ستر رول درلود

Leave a reply