عمران خان د خپل هېواد په ضد امريکا کې لابينګ فرم لري.مصدق ملک

0
76

باغي ټي وي رپورټ
د پټرولیم د بهرنیو چارو وزیر مصدق ملک د پاکستان د اتومي اثاثو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

مصدق ملک وویل، تاسو ولې د امریکا د ولسمشر بایډن په وینا حیران یاست؟ که عمران خان په امریکا کې د اټومي پروګرام پر ضد لابي ته دوام ورکړي، پایله به یې څه وي؟ ډیویډ فینټن د پاکستان د اټومي ځواک پر ضد د تحریک بنسټ ایښودونکی دی.
ده ووئيل چې عمران خان ډيوډ فينټن ته د لابينګ په نوم د پاكستان په ضد د څو كروړونو قرارداد وركړو، اوس بايد ولس د ولسمشر بائيډن په دې بيان عمران خان ته مباركي وركړي۔

هغه وويل عمران خان ريښتيا وايي، هغه خطرناک دى، ډېر خطرناک دى، عمران خان د خپل هېواد په ضد امريکا کې لابينګ فرم لري.
د يادونې وړ ده چې د امريکې صدر تور لګولې وو چې پاکستان يو له خطرناکو هېوادونو څخه دے او د پاکستان اتومي پروګرام بې نظمه دے نو وېره شته چې څوک ترې استفاده وکړي.

پاکستان د امریکا د ولسمشر پر څرګندونو سخت غبرګون ښودلی او د بهرنیو چارو وزارت ته یې د امریکا سفیر احضارولو سره د احتجاج لیک استولی دی.

Leave a reply