ترکیه کې د ډبرو سکرو کان کې د چاودنې له کبله ۷۰ تنه مړه او ټپیان دي.
ترکیه کې د ډبرو سکرو کان کې د چاودنې له کبله ۷۰ تنه مړه او ټپیان دي.
15 اکتوبر 2022
د ترکیي هیواد خبرونو له مخې نن ورځ د ترکیې برتین ښار آماسره د ډبرو سکرو کان کې چاودنه رامنځته شوه، چې له امله یې کارکوونکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
په یاد کان کې د ترکیي د تلویزونونو له قوله ۱۱۰ تنو کار کولو، چې تر اوسه ۴۱ تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی، تر ۲۲ تنو ټپیان چې د ځینو حالت د تشویش وړ دی.
د ژغورنې ټیم یاد کان څخه د ځینو ټپیانو په راویستلو کې کامیاب او د ځینو د ژوند ژغورنې په پار هڅې روانې دي، داسې ویل کیږي چې یاد کان کې تر ۴۰ کسان لا هم بند پاتې او د خپل مرګ او ژوند شیبې شماري.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت د ترکیې په برتین ښار کې د ډبرو سکرو کان کې د چاودنې له خواشیني څرګنده کړی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د دیار باکر سفر منسوخ او یادې سیمې ته رسیدلی او له خلکو سره یې غمشریکي کړی.