وزيراعظم شهباز شريف د امريکې صدر جوبائيډن ته منسوب بيان د حقائقو خلاف او ګمراه کوونکې بللې دې
باغي ټي وي رپورټ
هیڅوک باید زموږ د اټومي اثاثو په اړه اندیښنه ونلري، لومړي وزیر د امریکا د ولسمشر څرګندونې رد کړې ده.
وزيراعظم شهباز شريف د امريکې صدر جوبائيډن ته منسوب بيان د حقائقو خلاف او ګمراه کوونکې بللې دې۔
خپل بيان كښې شهباز شريف ووئيل د تېرو لسيزو ثبوتونه دي چې پاكستان يو ډېر ذمه دار اتومي هېواد دے او اتومي پروګرام د موثر فني او فول پروف كمانډ اېنډ كنټرول سسټم لخوا اداره كېږي۔
ده ووئيل پاكستان د اېټمي وسلو د توان په اړه تل ډېر مسوولانه رول لوبولې دې، پاكستان د اټومي وسلو د نه خپرېدو، سلامتيا او تحفظ په اړه د نړيوالې اېټمي انرجۍ ادارې (IAEA) په شمول د نړيوالو معيارونو په اړه خپلې ټينګې ژمنې پوره كړې دي۔
ومړي وزیر وویل چې د نړۍ سولې ته اصلي ګواښ د ځینو دولتونو لخوا د بشري حقونو څخه سرغړونه ده چې د نړیوالو ارزښتونو څخه سرغړونه کوي، افراطي ملتپالنه او هغه څوک چې د غیرقانوني اشغالونو په وړاندې مبارزه کوي..
شهبازشريف وئيلي دي دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ ددوه اړخيزه گټو په اساس ددوستۍ او همکارۍ اوږده تاريخ دى، دوامداره هلې ځلې ضروري دي نو ددې مقصد لپاره بايد دغير ضروري بيانونو څخه ډډه وشي.
هغه زیاته کړه، د سیمه ییزې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره له امریکا سره د همکارۍ صادقانه اراده لري.
د يادونې وړ ده چې د امريکې صدر تور لګولې وو چې پاکستان يو له خطرناکو هېوادونو څخه دے او د پاکستان اتومي پروګرام بې نظمه دے نو وېره شته چې څوک ترې استفاده وکړي.
پاکستان د امریکا د ولسمشر پر څرګندونو سخت غبرګون ښودلی او د بهرنیو چارو وزارت ته یې د امریکا سفیر احضارولو سره د احتجاج لیک استولی دی.