نریندرا مودي له بایډن سره کتلي دي

0
278

نریندرا مودي له بایډن سره کتلي دي

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په امریکا کې کتلي دي، نریندرا مودي له لیدنې وروسته رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې دغه لیدنه کې یې له بایډن سره د افغانستان او پاکستان په اړه خبرې کړې دي.

 

(2021 / 9 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

د هند لوړمي وزیر نریندرا مودي د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په امریکا کې کتلي دي، نریندرا مودي له لیدنې وروسته رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې دغه لیدنه کې یې له بایډن سره د افغانستان او پاکستان په اړه خبرې کړې دي.

نریندرا مودي ویلي چې امریکا هند او ځینې نور هېوادونه به افغانستان کې ړ طالبانو حکومت څاري ، د هغوی کړنو ته په کتلو به هغسې چلند ورسره کېږي.

نوموړي همدا راز د پاکستان په اړه ویلي چې هند امریکا او ځینې نور هېوادونه به د پاکستان فعالیتونه په هر اړخیزه توګه څېړي او بیابه یې مقابل کې پرېکړه کوي.

تر دې وړاندې پاکستان کې یو شمېر خلکو د هند پر ضد لاریونونه کړي ؤ او له امریکا او نړیوالې ټولنې یې غوښتي ؤ چې پر هند دې بندیزونه ولکوي، ځکه د دوی په وینا چې هند داعش او ځینې نورې ترهګرې ډلې روزي.

 

Leave a reply