عمران خان: امریکا دې د طالبانو په وړاندې له سخت دریځي کار نه اخلي

عمران خان: امریکا دې د طالبانو په وړاندې له سخت دریځي کار نه اخلي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د جوبایډن وروستۍ خبرو ته په غبرګون ویلي چې امریکا باید د طالبانو په وړاندې له سخت دریځي څخه کار وانخلي، نوموړي ویلي چې طالبان کېدلی شي د پاکستان او امریکا د سولې برخه کې بالقوه شریکان واوسي.
(2021 / 9 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د جوبایډن وروستۍ خبرو ته په غبرګون ویلي چې امریکا باید د طالبانو په وړاندې له سخت دریځي څخه کار وانخلي، نوموړي ویلي چې طالبان کېدلی شي د پاکستان او امریکا د سولې برخه کې بالقوه شریکان واوسي.
ښاغلي عمران خان د جوبایډن هغو خبرو نه په غبرګون چې په طالبانو دې فشار راوړل شي کې ویلي چې په طالبانو د فشار راوړلو پرځای دې دوی سره خبرې وشي.
نوموړي همداراز ویلي چې طالبان کېدلی شي د پاکستان او امریکا تر ټولو ښه بالقوه شریکان واوسي.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي ؤ چې په طالبانو د فشار راوړلو پر ځای دې د دوی د ژمنو پوره کولو لپاره دوی سره خبرې وشي.





