امریکا په مشروط ډول ځینې بانکونو ته اجازه ورکړې چې افغانستان سره راکړه ورکړه وکړي

0
397

امریکا ځینې بانکونو ته په مشروط ډول اجازه ورکړې چې افغانستان سره راکړه ورکړه وکړي

 د طالبانو له واکمنېدو سره سم امریکا د افغانستان ۹.۵ میلیارده ډالر کنګل کړل او ځینې نړیوالو بانکونو له افغانستان سره راکړه ورکړه بنده کړه.

 

(2021 / 9 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)

د طالبانو له واکمنېدو سره سم امریکا د افغانستان ۹.۵ میلیارده ډالر کنګل کړل او ځینې نړیوالو بانکونو له افغانستان سره راکړه ورکړه بنده کړه.

تازه امریکا ځینو بانکونو ته په مشروط ډول له افغانستان سره د راکړې ورکړې اجازه ورکړې ده، امریکا له افغانستان د امریکا مالي ادارو، د اسلامي پراختیا بانک، آسیايي بانک، او ځینو نورو مالي ادارو ته له افغانستان سره د راکړې ورکړې مشروطه احازه ورکړه.

د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان بندیزونو او د تجارت ودرېدلو افغانستان له سختو اقتصادي ستونزوسره مخ کړ او د توکو بیې لوړې شوې.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبر ورکړی ؤ چې که افغانستان سره مرستې ونشي دغه هېواد به سخت اقتصادي ناورین سره مخ شي او تر ۲۰۲۲ م کال پورې به ۹۷% افغانان په فقر کې ژوند کوې.

 

Leave a reply