امریکا باید په افغانستان کښې د ترهګري مخه ونیسي:عمران خان
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران نیوز ویک سره په یوه مرکه کښې ویلي دي چې د پاکستان اول نه دا بیان او دریځ دې چې پرامن او خوشحال افغانستان د پاکستان په ګټه کښې دې.
عمران خان اوویل چې په افغانستان کښې د طالبانو نوي حکومت تسلیمولو فیصله به د ګاونډي هیوادونه سره په شریکه کووو.
نوموړی اوویل چې امریکا، روس او چین له به وس مخکښې راتلل وی چې د افغانستان د بیا ودانۍ لپاره خپل رول ادا کړي. دوی اوویل چې طالبان د امن راوستلو لپاره د امریکې ملګری جوړیدۍ شي.
عمران خان اوویل چې د امریکایی فوځونو د وتلو نه پس طالبانو ۴۰ کاله پس د ټول افغانستان کنټرول ترلاس کړې دې او وس په افغانستان کښې د امن او خوشحالي د راتلو یو امید پیدا شوې دې.
دوی اوویل چې په افغانستان کښې به د افغان چارواکو سره د ټي ټي پی ګروپ خلاف په شریکه کار کوي چې دې منطقې امن ته زیان و نه رسوي.
نوموړي اوویل چې امریکا په افغانستان کښې د نوي حکومت سره په شریکه کار کولو باندې په دې هیواد او په دې منطقه کښې امن او ترقي ته وده او ټینګښت ورکولې شي.
عمران خان د ملګری ملتونو د عمومي اسمبلۍ۷۶ غونډې ته هم ورچول وینا کښې اوویل چې پاکستان د ترهګرۍ له وجهې ډیر زیات مالي او ځاني نقصا ن کړې دي.
دوی اوویل چې په دې تیر شل کاله کښې موې اقتصاد ته ۱۵۰ اربه ډالر زیان رسیدلې دې ، خان اوویل چې د پاکستان خلاف ۷۰ فیصده بې بنیاده او جعلي خبرونه خپاره کړې شو. خان اوویل چې چین په سی پیک منصوبه ۲۵ اربه ډالر خرچ کړي دي.
د پاکستان وزیر خارجه شاه محمود قریشي هم په خپل ټویټر پانړه د وزیراعظم عمران د وینا په اړه ټویټ کړې او ویلی دي چې وزیر اعظم په مقبوضه کشمیر باندي دریځ وړاندې کړ، او په افغانستان کښې ی په بشري مرستو کولو باندې زور ورکړو چې افغانستان هیواد یو ځل بیا آباد او خوشحال شي. قریشي لیکي چې عمران خان د اسلامو فوبیا او د دهشت ګردۍ په بدو اثراتو هم رنړا واچوله چې دا دوه ناوړه څیزونه په نړۍ کښې نفرت او بدامني خپروي.
PM @ImranKhanPTI made unequivocally clear Pakistan’s principled position on
➖Grave violations in Jammu & Kashmir
➖Dire humanitarian situation in #Afghanistan & new political reality
➖Dangers of terrorism & #Islamophobia
➖Climate change
➖#Covid19
➖Illicit financial flows— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) September 24, 2021