د قزاقستان په آستانه کې د سیکا سرمشریزه کې د افغانستان په اړه هم خبرې اترې شوي.

0
100

د قزاقستان په آستانه کې د سیکا سرمشریزه کې د افغانستان په اړه هم خبرې اترې شوي.

13 اکتوبر 2022

نن ورځ د قزاقستان په استانه کې «آسیا کې د متقابل عمل او باور جوړونې» یا (CICA) شپږمه سرمشریزه کې د اسیایي هیوادونو مشرانو د یو شمیر نورو مسائلو تر څنگ د افغانستان په اړه هم خبرې کړي دي.

 

په دې غونډه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف د افغانستان د مسئلې په اړه د یو ګډ بین المللي مذاکراتي ټیم جوړولو وړاندیز وکړ، تر څو دغه ټیم افغانستان کې اوسني حکومت چارواکي د ټولو ژمنو عملي کوو او افغانستان وضعیت په اړه خبرې وکړي.

یاده غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: په افغانستان کې لا هم د سیمې هیوادونو لپاره د ترهګرۍ جدي ګواښ متوجې دی او دلته د امریکا تیري او شل کلن ناکام سیاست هم ونشو کړی چې کابل د دغه ستونزو خلاص کړي، هغه پر امریکا غږ وکړ تر څو د افغانستان کنګل شوی شتمني آزاده کړي.

په یاده غونډه کې د روسیې، قزاقستان، هند، پاکستان، چین، ایران، ترکیې سربیره د اسیا ۲۷ نورو هیوادونو ګډون کړی وو، خو د افغانستان هیواد ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

Leave a reply