د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملاخیر‌الله خیرخواه د کندهار له والي صاحب سره وکتل.

0
81

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملاخیر‌الله خیرخواه د کندهار له والي صاحب سره وکتل.

13 اکتوبر 2022

 

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملاخیر‌الله خیرخواه کندهار ته خپل سفر په ترڅ کي د پنجشنبې په ورځ سهار ولایت کښي له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره وکتل، چي په یاده لیدنه کښي پر بېلابیلو موضوعاتو بحث او خبري وسوې.

 

 

د لیدني په پيل کي د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملاخیر‌الله خیرخواه خوښي وښودله، چي د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره په زرګونه بهرنیو سیلانیانو له بېلابیلو ولایتونو په خاصاً توګه له کندهاره لیدنه کړې، چي په خبره یې لا هم بهرني سیلانیان لېوال دي، چي په کندهار کي له تاریخي او نورو ځایونو لیدنه وکړي او زیاته یې کړه، کندهار کي یې د خپلي ادارې په مټ سیلانیانو ته هرډول اسانتیاوي برابري کړي.

 

 

ملاخیر‌الله خیرخواه وویل، کندهار ته یې د خپل سفر موخه همداده، ترڅو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له چارو ارزونه او لیدنه وکړي او هم دلته د بهرنیو سیلانیانو لپاره د اړوندو ادارو په مټ ښه زمینه برابره کړي، چي په خپلو خبرو کي یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ټولي چاري ښه او بریالۍ وبللې او زیاته یې کړه، چي راتلونکي کي یوشمېر مهم کاري پلانونه تر لاس لاندي لري.

اړوند موضوعات

افغان دولت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو لپاره نوی معین وټاکلو.

کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د اطلاعاتو او کلتور وزیر ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې د منني ترڅنګ کندهار کي د دوی د کارونو ستاینه وکړه او له هغه وروسته یې د تاریخي ابداتو د ښه ساتني ترڅنګ غوښتنه وکړه، ترڅو کندهار کي د خپلي ادارې په مټ ځوانانو ته د فکري، ذهني او علمي پوهي په برخه کي پروګرامونه ترتیب کړي، ترڅو د نظام سره څنګ په څنګ ودریږي او د هیواد په پرمختګ کي خپل مهم رول په سم ډول اداء کړي.

Leave a reply