پۀ بېلابېلو ملکونو کې تر مظاهرو وروسته د برېټانیا پارلمان د “هزاره ګانو د نسل وژنې” درېدلو غوښتنه کړې ده
پۀ بېلابېلو ملکونو کې تر مظاهرو وروسته د برېټانیا پارلمان د “هزاره ګانو د نسل وژنې” درېدلو غوښتنه کړې ده
په همدې حال کې د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونځي له ځانمرګي برید وروسته چې له امله یې تر ۵۶ ډېر زده کوونکي ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول، د افغانستان خلکو د نړۍ په شاوخوا ۹۶ ښارونو کې مظاهرې وکړې او د هزاره ګانو د نښه کولو د بندېدو غوښتنه یې وکړه.
(2022 / 10 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د “هزاره ګانو د نسل وژنې” په اړه د افغانانو د نړیوالو اعتراضونو وروسته، د برتانیا د پارلمان یوه غړي ویلي چې په افغانستان کې هزاره ګان “قتل” کیږي.
د برتانیې د پارلمان غړي انتوني براون د دغه هیواد له صدراعظمې لیز تریوس څخه غوښتي چې د دوی له استازو سره په کتنه کې په افغانستان کې د هزاره ګانو د وژنې مخه ونیسي.
د برتانيا لومړي وزير د بهرنيو چارو وزير ته لارښوونه کړې، چې د هزاره ګانو له استازو سره وګوري. د برتانیې په پارلمان کې د هزاره ګانو د قتل عام مسله په داسې حال کې راپورته شوه چې یو شمیر افغانانو د دغه هیواد د پارلمان د ودانۍ مخې ته د هزاره ګانو د نسل وژنې د مخنیوي په خاطر مظاهره وکړه.
اړوند موضوعات:
د اوکراین ولسمشر: د روسیې وروستۍ کړنې د نسل وژنې پۀ مانا دي