کابل کې زرګونو کسانو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې بېرته خلاصې کړي

0
378

کابل کې زرګونو کسانو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې  خلاصې کړي

نن د جمعې ورځ زرګونو کسانو کابل کې له امریکا او نړیوالې د یو لاریون په ترڅ کې وغوښتل چې د افغانستان میلیاردونه ډالره کنګل شوې پیسې دې بېرته خلاصې کړي؛ تر څو دغه هېواد کې تجاران او دولت له فقر او بې وزلۍ سره مبارزه وکړي.

 

(2021 / 9 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

نن د جمعې ورځ زرګونو کسانو کابل کې له امریکا او نړیوالې د یو لاریون په ترڅ کې وغوښتل چې د افغانستان میلیاردونه ډالره کنګل شوې پیسې دې بېرته خلاصې کړي؛ تر څو دغه هېواد کې تجاران او دولت له فقر او بې وزلۍ سره مبارزه وکړي.

دغو کسانو په نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان کې یو لوی بدلون رامنځته شوی او د افغانستان د خپلو پیسو ترڅنګ دې دغه هېواد سره نوره مرسته هم وکړي.

د افغانستان کابو ۹.۵ میلیارده ډالره امریکا کنګل کړي، دغه پیسې هغه مهال د امریکا له خوا کنګل شوې چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.

اوس افغانستان له سخت اقتصادي حالت سره مخ دی، تر دې وړاندې چین، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو هم په امریکا غږ کړی ؤ چې د افغانستان کنګل شوې سرمایه دې بېرته آزاده کړي.

Leave a reply