طفیل شینواري د پاکستان لپاره یو لوی نوم وګټل

طفیل شینواري د پاکستان لوبډلې سره په ګروپ انځور کښې. فوټو کریډټ: نوراالحق قادري
باغی ټي وي رپورټ
په دوحه کې د ايونټ په دويمه ورځ پاکستان خپلې دواړه لوبې ګټلې وې، په لومړۍ لوبه کې يې قطر ته 0-8 او بوسنيا ته 0-3 ماتې ورکړې وه.
پاکستان پرون هم سوډان ته 0-3 ماته ورکړه، د سوډان ټیم په ضد طفیل شینواري درې ګولونه وکړل، طفیل شینواری د ضلع خیبر لنډیکوتل د غني خیلو اوسیدونکې دې او د پاکستان سټریټ چلډرن د فوټبال ټیم یو تکړه لوبغاړې دې.
د ملي لوبډلې په استازیتوب طفیل شینواري په دوه پرلپسې سیالیو کې هیټریک وکړ، لومړی یې د قطر او بیا د بوسنیا پر وړاندې په سیالیو کې هټریک وکړ.
پخواني وفاقي وزیر ډاکټر نورالحق قادري هم په ټولنیزو رسنیو دا خبر خپور کړې وو چې په قطر کې د کوڅو ماشومانو نړیوال د فوټبال جام پیل شو او پاکستان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې سوډان ته ۳-۰ ماتې ورکړه. قادري وایی چې د لندیکوټ له غني خیلو څخه طفیل خان شینواري درې ګولونه وکړل او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.زه د پاکستان لوبډلې په ځانګړې توګه طفیل خان شینواري او کورنۍ ته د دې سترې بریا مبارکي وایم.
دا خبره د یادونې ده چې نن سبا د پاکستان په قامي کرکټ لوبډله کښې هم د لنډیکوتل یو بل تکړه ځوان لوبغاړې شاهین شاه آفریدي هم د پاکستان نمایندګي کوي .

فایل فوټو: طفیل شینواري






