امریکا وایی چې تیلو د تولید د کمولو د سعودی عرب پریکړې په اړه امریکا باید سعودی سره په اړیکو د سره بیا نظر واچوي

0
98

باغی ټي وي رپورټ
سپینه ماڼۍ وايي، د تېلو د تولید د کمولو په اړه د امریکا ولسمشر بایډن په دې باور دی چې امریکا باید له سعودي عربستان سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي ویلي، د امریکا ولسمشر وايي، اوس د دې وخت دی چې د امریکا او سعودي اړیکې د امریکا په ملي ګټو کې ثابتې شي.

جان کربي وايي، د امریکا ولسمشر بایډن غواړي د امریکا او سعودي پر اړیکو بیا کتنه وکړي، ولسمشر بایډن په دې باور دی چې د تېلو د تولید د کمولو له پرېکړې وروسته باید له سعودي سره پر اړیکو بیا کتنه وشي.
د تیلو د تولیدونکو هیوادونو سازمان اوپیک پلس پریکړه کړې چې د نړیوال اقتصاد او د تیلو د بازار د ناڅرګندتیا له امله د نومبر څخه د تیلو تولید کم کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو د اوپیک پلس د پرېکړې مخالفت او انتقاد کړی او ویلي یې دي چې روسیه به د تېلو د تولید له کموالي ګټه پورته کړي.

Leave a reply