امریکايي او پاکستاني لوړ پوړو چارواکو د افغانستان په اړه لومړنۍ تفصیلي ناسته ترسره شوه

د امریکايي او پاکستاني چارواکو لومړنۍ تفصیلي ناسته تر سره شوه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل امریکايي سیال انتوني بلنکن سره وکتل او د افغانستان په اړه یې مفصلې خبرې وکړې.
(2021 / 9 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل امریکايي سیال انتوني بلنکن سره وکتل او د افغانستان په اړه یې مفصلې خبرې وکړې.
دغه ناسته چې د ملګرو ملتونو د غونډې په یوۀ کونج کې وشوه د نړیوالو رسنیو په حواله چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدلو وروسته دا لومړنۍ مفصله ناسته وه چې د امریکايي او پاکستاني چارواکو تر منځ کېږي.
له دغې ناستې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن د یو ټوېټ پیغام له لارې وویل چې امریکا اوس په دې ډاډه ده چې ټوله نړۍ په طالبانو د فشار راوړلو په اړه سره همغږې ده.
نوموړي همداراز وویل چې افغان طالبان باید د بشر نړیوال حقوق او ښځو حقوقو ته درناوی وکړي.
بلخوا شاه محمود قریشي بیا ویلي چې د نړۍ په طالبانو د فشار راوړلو پر ځای دې طالبانو سره د هغوی د ژمنو او په هغوی د شرطونو اېښودلو پر ځای دې ؛ نړیوال هغوی سره خبرې وکړي.
امریکا بیا په چین او روسیې چې اوس د طالبانو له نیږدې متحدینو حسابېږي غږ کړی چې طالبان دې مجبور کړي چې نړیوال بشري جقوق ومني او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.
همدارنګه بلنکن ویلي چې طالبان دې له افغانستان څخه وتونکو خلکو ته د وتلو اجازه ورکړي.






