مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړي راپور ورکونکي او پلاوي سره وکتل.
مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړي راپور ورکونکي او پلاوي سره وکتل.
11 اکتوبر 2022
د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت پخپله تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ښاغلي ریچارد بنیټ او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې متقي صاحب په افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت کې د پرمختګونو په اړه وویل چي جنګسالاران، اختطافګر او غاصبین نور د چا حقونه نشي خوړلای.
امیرالمؤمنین صاحب په اسلامي امارت مسئولینو ته په خپلو فرامینو او مجالسو کي د ولس سره په ښه چلند او حقوقو په ورکړي تینګار کوي.
د بهرنيو چارو وزير وویل پر یو بل د انتقادونو پر ځای باید همکاري سره وکړو، حقایق خپاره کړو او کوم پر مختګونه چي رامنځته شوي هغو ته وده ورکړو.
ښاغلي بنیټ د محترم متقي صاحب له معلوماتو او وضاحت نه په مننې سره تینګار وکړ چې د حقایقو د سم بیان او راپور ورکولو لپاره لازمه ده، چې هر څه په خپلو سترګو وویني او په همدې وجه تصمیم ونیول شو چې افغانستان ته سفر وکړي.
نوموړي د اسلامي امارت د چارواکو لخوا د برابر شوو تسهیلاتو نه مننه او د هر ډول متقابلې همکاری ژمنه وکړه.