سهیل شاهین: وحدت او یووالی یو ستر قوت دی، چې د هر چیلنج مقابله پرې کیدلای شي.
سهیل شاهین: وحدت او یووالی یو ستر قوت دی، چې د هر چیلنج مقابله پرې کیدلای شي.
11 اکتوبر 2022
د اسلامي امارت د قطر دفتر غړی او ملګرو ملتونو لپاره د افغان دولت نومول شوی نوی استازی سهیل شاهین وایي، د آزادۍ په رڼا کې راځئ ټول یو موټی او یو قوت شو.
نوموړي نن ورځ پخپله ټویټر پاڼه د ټویټ په خپرولو سره ویلي، وحدت او یووالی یو قوت دی او په دې قوت سره د هر چیلنج مقابله کولای شو، هغه که سیاسي، که اقتصادي او که نور ډګرونه وي.
نوموړي نن د افغانانو هغه هشتاګ په پار چې #UnitedAfganistan یو ملت په نوم نشر شوی و، ویلي.
“وحدت او یووالی قوت دی. پدې قوت سره د هر چلینج مقابله کولی شو، هغه که اقتصادي وي، که سیاسي وي او که نظامي. راځئ ټول د هیواد د ازادۍ پدې نوې مرحله کې، لاس سره یو کړو!”.