د شهداؤ او معلولینو وزارت وایي: تیر یوه کال کې مو زرګونه معیوبینو، یتیمانو او کونډو ته معاشات ورکړي.

0
150

د شهداؤ او معلولینو وزارت وایي: تیر یوه کال کې مو زرګونه معیوبینو، یتیمانو او کونډو ته معاشات ورکړي.

11 اکتوبر 2022

د شهداؤ او معلولینو چارو وزارت ویلي چې په تیر یوه کال کې مو زرګونه معیوبینو ته مساعدات، زرګونه یتیمانو او زرګونه کونډو ته معاشات ورکړي.

د دغه وزارت معین نن یوې غونډې ته خپلو خبرو پر مهال وویل: دوی په تیر یوه کال کې تقریبا یو لک معیوبینو ته مساعدت ورکړی، همدا ډول ۱۳۵۰۰۰ یتیمانو ته ماهانه معاشات ورکړل شوي او ۳۴۰۰۰ ګونډوته هم د تیرو شپږو میاشتو معاشات رسیدلي.

 

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ورسره ۳۵۰ ولچرونه چې د في دانه قیمت ۱۰۰۰ ډالره کیږي هم په معیوبینو ویشل شوي دي.

اړوند موضوعات

سور صلیب: افغانستان کې د روان کال له پیله یې د سلو زرو معلولینو درملنه کړی.

معین پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې موږ په دغه وزارت کې ۱ لک او ۴۵ زره ثبت معلولین او معیوبین لرو، چژ له جملې یې تیره شپږو میاشتو کې ۱ لک کسانو ته کومکونه او مساعدات رسیدلي، همدا راز یو لک او ۳۵زره یتیمانو او ۳۴زره کونډو ته د شپږو میاشتو معاشات او مساعدات رسیدلي

Leave a reply