د بلخ مرکز مزار شریف ښار د زلزلې ټکانونو ولړزاوۀ

د بلخ مرکز مزار شریف ښار د زلزلې ټکانونو ولړزاوۀ
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د دغې زلزلې شدت د ریختر په کچه ۴.۹ ښودلی او ژوروالی یې ۶۶ کیلومتره ښودل شوی دی. په همدې حال کې نن سهار په بدخشان کې د ریښتر په کچه د ۵ درجې زلزلې ولړزاوه. تر اوسه د دغو زلزلو د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
(2022 / 10 / 11 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
ځینې سرچینې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د يوې زلزلې د رامنځته کېدو خبر ورکوي.
د اوسيدونکو په وينا، نن سه شنبه د غويي په ١٩مه شاوخوا ١٢ بجې د دې ولايت مرکز او ځينې سيمې يوې نسبتاً قوي زلزلې ولړزولې. دغې زلزلې د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار او د ازبکستان د تیمریز ښار ولړزاوه.
اړوند موضوعات:
د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د وروستیو زلزله ځپلو لپاره ۱۲۰۰ کورونه جوړیږي.