ملا ترابي: د ښځو په شمول قاضیان به قضاوت کوي

0
244

د عدليې پخوانی وزیر او د افغانستان د زندانونو عمومي مسوول ملا نور الدین ترابي له ایسوشیټډپریس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان حکومت د چا په قوانینو او سزاګانو کار نه لري او څوک دې دوی ته هم نه ښيي چې څه ډول قوانین باید ولري.

 

 

 

 

ملاترابي د شرعي حدودو د نافذولو دفاع کړې او ویلي يې دي چې افغان حکومت به دا ځل هم حدود تطبیقوي، ځکه د شرعي حدود نفاذ د امنیت لپاره مهم دی او هم د جرایمو په مخنیوي کې رول لري.

 

هغه وویل چې کابینه به په دې اړه پالیسي ترتیب کړي چې سزاګانې په عام محضر کې ورکړي یا نه.

 

ښاغلي ترابي څرګنده کړه چې په قضائیه قوه کې به د ښځو په شمول قاضیان قضاوت کوي او د افغانستان د قوانینو اساس به قران وي.

 

نوموړي یو ځل بیا ټينګار وکړ چې طالبان اوس تغیر شوي دي، او دا ځل تلویزون، مبایل عکسونو او ویدیوګانو ته اجازه ورکوي، ځکه دا د خلکو ضرورت دی او دوی په دې اړه جدي دي.

 

هغه وویل چې رسنۍ د طالبانو پیغام ډير زر رسوي او دوی پوهیږي چې د رسنیو پر مټ به د دوی پیغام د سلګونو پر ځای اوس میلیونونو کسانو ته رسیږي.

Leave a reply