عدالت پخواني د اسرایل وزیراعظم ته امر کړې دې چې هغه پیسې چې د ډالۍ په توګه ی اخستي دي،واپس کړي.

0
140

باغی ټي وي رپورټ
د اسراییلو یوې محکمې پخواني لومړي وزیر او د اپوزیسیون اوسني مشر بنیامین نتنیاهو ته امر کړی چې هغه پیسې بیرته ورکړي چې د خپل د تره زوی څخه یې د خپلې دورې پرمهال ډالۍ کړې وې.

د اسراییلي رسنیو په وینا سترې محکمې نتانیاهو ته امر کړی چې د هغه د مرحوم امریکايي تره زوی شرکت ته ۳۰۰ زره ډالر بیرته ورکړي.
دا پیسې نتانیاهو ته د هغه د تره زوی لخوا ورکړل شوې کله چې هغه د لومړي وزیر په توګه د فساد له محاکمې سره مخ و او هغه او میرمن یې د وکیلانو فیسونو ورکولو لپاره پیسو ته اړتیا درلوده.

د اسراییلو محکمې په خپله پریکړه کې نتنیاهو ته د پیسو د بیرته ورکولو امر کړی او ویلي یې دي چې د خلکو د خادم (لومړي وزیر) په توګه د ډالۍ په توګه پیسې اخیستل غیر قانوني دي.
محکمې ویلي، که څه هم دواړه کسان د تره زوی وو، خو شخصي او سوداګریزې ګټې د دې ډالۍ اصلي لامل کېدای شي ځکه چې دا د هغه پیسو څخه خورا ډیر دی چې معمولا د خپلوانو ترمنځ د ډالۍ په توګه ورکول کیږي.

په داسې حال کې چې نتانیاهو په رشوت او درغلیو تورن شوی دی، پر هغه هم تور دی چې له شتمنو سوداګرو څخه د سوغاتونو په اخیستلو او د رسنیو د لا مثبت پوښښ د ترلاسه کولو لپاره د خلکو مخ ځان ته رواواړوي، دا د اسرایلیو په تاریخ کښې اول ځل دي چې یو پخوانۍ اسرایلی وزیراعظم دداسې قسم قضیې سره مخامخ شوې دې.

Leave a reply