د افغان دولت اداري مرستیال وایي: هغه شرکتونه چې عواید نه لري، له نورو ادارو سره ضم شي.

د افغان دولت اداري مرستیال وایي: هغه شرکتونه چې عواید نه لري، له نورو ادارو سره ضم شي.
9 اکتوبر 2022
د ریاست الوزرا اداري مرستيال وايي، هغه دولتي شرکتونه چې يوازې خپل لګښت پوره کوي او عوايد نه شي ترلاسه کولای له نورو ادارو سره به يو ځای شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د پوسټ نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل، هغه دولتي شرکتونه چې عواید نه شي تر لاسه کولی په خپل حالت نه پرېښودل کېزي، نوموړي له ټولو دولتي شرکتونو څخه غوښتنه وکړه چې خپل فعالیتونه دې ښه کړي او ډېر عواید دې ترلاسه کړي.
حنفي زیاته کړه چې په نړۍ کې پوسټ د پرمختګ په حال کې دی او د افغان پوست شرکت څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې له نړیوالې قافلې سره ځان برابر کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستيال وویل، افغان پوست شرکت په بېلابېلو برخو کې خلکو ته په مصونه او چټکه توکه خدمات وړاندې کوي او لا به یې دغه خدمات پرمختللي شي.






