میکسیکو کښې د ښوونځي زده کوونکو ته زهر ورکړل شوي دي

0
88

باغی ټي وي رپورټ

په مکسیکو کې په یوه ښوونځي کې لسګونه زده کوونکو ته زهر ورکړل شوي دي. د بهرني خبري اژانس له مخې دا پېښه د مكسيكو په جنوبي ايالت چياپاس كښې رامخې ته شوې چرته چې په يو ثانوي سکول كښې 57 زده كوونكي په پراسرار ډول مسموم شوي دي د كومې نه پس چې د زده كوٶنكو حالت خراب شوې دې، زده کوونکي روغتون ته رسول شوي دي۔ د راپورونو له مخې په تېرو دوو اوونیو کې دا درېیمه پېښه ده چې د چیاپاس ایالت په ښوونځیو کې دومره لوی شمېر ماشومانو ته زهر ورکول کیږي.
د سکول انتظاميه وايي تر اوسه معلومه نه ده چې ماشومان چا مسموم کړي خو والدین ویره څرګندوي چې ممکن ماشومانو زهري اوبه یا خواړه خوړلي وي.

دې نه علاوه د والدینو لخوا احتجاج هم شوی وو چې پکښې انتظاميې د پيښې د فوري تحقیقاتو یقیني کړې ده.

بل خوا د روغتون اداره وايي، چې روغتون ته په بېړنۍ توګه راوړل شوي د يوه زده کوونکي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د نورو ټولو زده کوونکو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

Leave a reply