پینځه ملیارده ډالره راته د اخستلو لپاره کیښودل شول، ما ورته اوویل ابسولیټلي ناټ. نواز شریف په لندن کښې رسنیو سره خبر

0
201

ې
باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر نوازشريف وايي، ده ته په يوه تخته پنځه اربه ډالر ورکړل شول، خو موږ وایو چې بالکل نه، د پاکستان پر عزت به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي.

لندن کې ميډيا سره خبرو کې دمسلم ليګ(ن) مشر نواز شريف وويل زه دالله شکر ادا کوم چې نن زما لور مريم سره ناست ده، مور مې پينډۍ والۍ جيل ته راغله او راته يې وويل چې له تاسو پرته بيرته نه ځم. ویل یې چې زه به هم ورسره پاتې شم، ما هم دلته وساته، زه د خپلې مور پر سر ناست وم، هغه زما په لاس مړه شوه.
نواز شریف د تېرې یوې کیسې د بیانولو په ترڅ کې وویل چې شهباز شریف راته تل شکایت کاوه چې مور یې ورسره زیاته مینه لري.

نوازشريف وويل مونږ ته دپنځه اربه ډالرو وړانديز شوى وو خو مونږ وويل بالکل نۀ، نواز شریف اوویل چې پاکستان خپل عزت لري او غیرت لري او په دې به هيڅ قسمه جوړجاړي نۀ شي.

PML(N) on Twitter: “Stay tuned.. As Nawaz Sharif talks his heart out.. Narrates events.. and emotional moments.. of bravery & hope !! 4 pm today. #HeartToHeartWithMNS https://t.co/9524qMWn4U” / Twitter
هغه وویل چې که تاسو له ما څخه غچ اخیستل غوښتل نو تاسو به اخیستی وای، نواز شریف اوویل چې تاسو ته چا اوویل چې پاکستانه څخه غچ واخلې.

د مسلم ليګ ن مشر وويل زما تر وخته خلک خوشحاله وو خو د عمران خان په وخت کې هر څه ګران شول او ډیره ګراني ی جوړه کړې ده.د مسلم ليګ ن مشر او پخواني وزيراعظم نوازشريف وايي په دروغو مقدمو کې د وزيراعظمۍ نه لرې کول، د ټول عمر دپاره نااهله کول، د پارټۍ صدارت نه لرې کول دا عدالتي فيصلې نه وه، دا غچ وو.
هغه اوویل چې پاکستان کې د هغو ججانو احتساب پکار دی چې بې انصافي يې کړې ده، هغه اوویل چې که غواړو پاکستان وړاندې پرمختګ وکړي نو باید ججان ځواب ورکوونکي جوړ کړو.

……………….

Leave a reply