د دروغو په قضیو کښې ولې زندان ته لاړم؟ زه حق لرم باید پوښتنه وکړه. لندن کښې د نواز شریف میډیا سره خبرې
باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) مشر او پخوانى وزيراعظم نواز شريف لندن کې د ميډيا له استازو سره خبرې کوي.
لندن کې ميډيا سره خبرو کې نوازشريف وويل خلکو زما دښځې په ناروغۍ ملنډې وهلې، کله چې زما ميرمن اؤ مريم مريم په بستر وي نو مونږ سره ظلم شوى دى.
هغه وويل چې ما غوښتنه کړې وه چې ميرمن مې ناروغه ده چې د يوې اوونۍ لپاره دې فيصله وځنډول شي، زه به يوه اونۍ وروسته پاکستان ته راشم، خو د نيب قاضي زما غوښتنه ونه منله، آيا ددې خلکو په سينه کې زړه نشته؟ له دې ټولو سختیو سره سره پاکستان ته ولاړم، مریم ته یې وویل چې موږ په حقه یو، د وېرې اړتیا نشته.
نوازشريف وويل، ما وويل ځينې قومي مسلې دي چې په تاريخ کې به يې هيڅکله هم حساب نه شي کولى، يو څوک به د ټولو حساب وکړي.
ده ووئيل مريم نواز ثابته كړه چې مقدمه غلطه وه او سزا غلطه وه ولې مونږ په دروغو مقدمو كښې جيل ته لاړو؟ د یو پاکستانی په توګه زه حق لرم چې دا پوښتنه وکړم.