زمونږ بریالیتوب د رسول الله د ژوند لار په خپلولو کښې دې: د پاکستان صدر، ډاکټر عارف علوي
باغی ټي وي رپورټ
د هېواد صدر ډاكټر عارف علوي د ربيع الاول د ۱۲مې نېټې په مناسبت د پېغام جاري كولو په مهال وئېلي دي زمونږ برياليتوب د رسول الله صلى الله عليه وسلم په تعليماتو رڼا اچولو كښې نغښتې دي۔
اولس مشر عارف علوي په خپل پېغام كښې د ربيع الاول د 12مې نېټې په مناسبت ټول امت او اسلامي امت ته د مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې د پېغمبراكرم (ص) رارسېدل د انسانيت د غمونو د شفاء وعده ده٬ انسانيت د ظهور په انتظار دي۔ خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم د ډیر وخت لپاره انسانان د انسانانو له غلامۍ خلاص کړل.
ډاکټر عارف علوي زیاته کړه که مونږ په ټولنه، ملت او هیواد کې امن، نیکمرغي، سالمیت او پرمختګ غواړو نو د هغه مثالي ټولنې د لوړو اقدارو خپلولو ته اړتیا ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا جوړه شوې وه.
هغه دا هم وویل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک تعلیمات باید د ژوند په هر ډګر کې د مشال په توګه وکارول شي.
د اختر میلادالنبی ﷺ په موقع وزیراعظم شهباز شریف هم خپل پیغام ورکړو او وې ویل چې د انسانیت د ټولو رنځونو علاج د دواړو جهانونو د رحمت په پوره اطاعت کې دی.
وَأَحسَنُ مِنكَ لَم تَرَ قَطُّ عَيني
وَأَجمَلُ مِنكَ لَم تَلِدِ النِساءُخُلِقتَ مُبَرَّءً مِن كُلِّ عَيبٍ
كَأَنَّكَ قَد خُلِقتَ كَما تَشاءُآپ سب کو عید میلادالنبی صلی اللہ علیہ وآلہ وسلم بہت بہت مبارک!
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) October 9, 2022
………………………
نور خبرونه
پخوانۍ اولس مشر آصف علی زرداري د روغتون څخه خپل کور ته وړل شوې دې
کویټه کښې د لاسي بم برید شوې دې ، په برید کښې ۴ کسان ژوبل شوي دي
پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف به نن لندن کښې رسنیو سره خبرې وکړي
نن ټول پاکستان کښې د آخري پیغمبر اسلام د ولادت ورځ نمانځل کیږي