روسیې ویلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته بېړه نه لري خو له انتقالي دولت سره بشپړې مرستې او همکارۍ ته ژمنه ده۔

0
347

روسیې ویلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته بېړه نه لري خو له انتقالي دولت سره بشپړې مرستې او همکارۍ ته ژمنه ده۔

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژېرنوف چې پرون یې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي، نن یې ویلي چې طالبانو سره یې لیدنه ګټوره وه. نوموړي د روسیې له ۲۴ چینل سره په مرکه کې زیاته کړې چې د طالبانو استازو ورسره ډېره دوستانه رویه کړې ده.

ژېرنوف څرګنده کړې چې طالبانو یو ځل بیا د روسي ډیپلوماټانو او د روسیې په ګډون د نورو ټولو استازولیو د خوندیتوب ډاډ هم ورکړی دی. د روسیې سفیر وایي له وضعیت څخه د ده برداشت دا دی چې طالبان د قومي تصفیې اراده نه لري.

Leave a reply