د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ ۹۳۹۸۶ ټنه انتقالات ترسره شوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ ۹۳۹۸۶ ټنه انتقالات ترسره شوي.
8 اکتوبر 2022
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره اونۍ (د تلې له ۸ تر ۱۴) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۳۹۸۶) ټنه انتقالات شوي.
په دغه انتقالاتو کې د حیرتان بندر له لارې (۷۱۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۰۸۱۰) ټنه اود تورغونډۍ بندر له لارې (۱۱۲۹۱) ټنه واردات شوي او ترڅنګ یې تېره اوونۍ کې ټولټال (۳۳۷) ټنه صادرات هم شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې په وروستیو کې د دغه لارې انتقالات زیات کړي، چې تیره اونۍ هم څه د پاسه ۷۵ زره میټرک ټنه انتقالات کړي وه، چې لږ څه زیات دوه زره ټنه پکې صادرات وه.
همدا راز د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ ٣ مې ټوټې ترمیماتي چارې په ښه کیفیت، چټکتیا او دقت سره روانې دي، ممکن تر ٢ میاشتو یاده پروژه ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. ورسره ایراني لوري وعده کړې ده چې ژر تر ژر به له همدې لارې انتقالات پیلوي. چې دا به اقتصادي وضعیت ښه لوري ته بيايي.







