د اوکراين ولسمشر ويلي: مسکو د اټومي وسلو کارولو ته د خپلې ټولنې چمتو کول پيل کړي

0
167

د اوکراين ولسمشر ويلي: مسکو د اټومي وسلو کارولو ته د خپلې ټولنې چمتو کول پيل کړي.

8اکتوبر 2022

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي پخپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې مسکو د اټومي وسلو کارولو ته د ترتيباتو نيول پيل کړي دي.

 

د زلينسکي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې اوکرايني پوځ له تېرو نږدې دوو اونيو راهيسې د روسي پوځيانو پر وړاندې مهم پرمختګونه کړي دي.

د اوکراين ولسمشر ويلي چې مسکو د اټومي وسلو کارولو ته د خپلې ټولنې چمتو کول پيل کړي، خو ټينګار يې کړی چې دی فکر نه کوي روسيه دې د داسې ګام اوچتولو ته چمتو وي. د زلينسکي په خبره چې د اټومي وسلو کارول خو لا ليرې پرېږده، په دې اړه آن د خبرو کول هم خطرناکه چاره ده.

 

د روسیې له لورې د اټومي وسلو د کارول کېدو اندېښنو وروستيو کې سخت زور اخيستی دی. ان تر دې چې د امريکا ولسمشر هم په دې تړاو اندېښنه څرګنده کړه او يوه مرکه کې يې وويل چې نړۍ د اټومي وسلو د کارول کېدو ګواښ ته بيخي ډېره نږدې شوې ده.

اړوند موضوعات

نیروهای اوکراینی به مناطق تحت اشغال روسیه حمله کردند

 

د اوکراين ولسمشر بيا وايي چې روسي واکمنان له ژوند سره مينه لري او پر دې ښه پوهيږي چې د اټومي وسلو تر کارولو وروسته بيا نه د شاتګ امکان شته او نه هم د دوی د خوندي پاتې کېدو

Leave a reply